- مطابق
خبر:
د څارګر مقالې لیکوال ویل هاټن، مقالې سرلیک: «کومه فلسفه له موږ سره مرسته کوي، چې له مخامخ شویو بحرانونو سره مقابله وکړو... لومړی موږ او که لومړی زه ؟ (منبع: ګارډین ورځپاڼه).
تبصره:
د سیکولر پانګوال نظام شته بحران ورځ تر بلې ژوریږي، ملاتړکوونکي يې د ګټو په اړه خبرې کوي، په داسي حال کې چې ورځ تر بلې په دې پوهیږي چې نور نشي کولای د هغې له زیانونو څخه سترګې پټې کړي. د مقالې لیکونکی پیشنهاد کوي، چې د حل لاره د ټولنې او فرد تر منځ د مناسب انډول پیداکول دي. اوس یوه واضح پوښتنه راپیداکیږي، چې څوک د مناسب انډول پریکړه کوي؟ موږ څنګه پوه شو چې دغه حق مو لاسته راوړی؟ دغو پوښتنو ته ځواب آسانه نه دی، د ډموکراسۍ پلویان تل دغه ډول پوښتنو ته ځواب نشي ویلی. د هغوی تر ټولو ښه حلاره اساسي ځواب ویلی نشي، هغوی له ناهیلۍ څخه اکثریت رایې ته ورګرځي، چې دا هم ښایې رښتیا وي. ځکه نو هره ډله چې له نورو ځواکمنه وي او د دې وړتیا ولري چې د یوې موضوع په اړه عام نظر بدل کړي، پرته له دې چې مناسب انډول په نظر کې ونیسې په ډموکراتیکې سیالۍ کې بریالی کیږي.
اسلام د فردي او ټولینزو غوښتنو ترمنځ انډول په څېر بنسټیزه او پیچلې موضوع د خلکو رایې ته نه ده پریښې. نه هم اللهتعالی بشر په خپل منځ کې مبارزې ته پریښی، ترڅو یوه ډله، په اکثریت ډموکراتیک ا اعلان کړي. د دغو دوو ډلو تر منځ د جګړې د دوام زیان خورا زیات دی، سره له دې چې د الله تعالی له لوری د یوه پیغمبر په لېږدلو سره موږ د دوی له ځان غوښتنې او متبکرانه شخړې خلاصولی شي.
کله چې د الله تعالی شرعیت پلی شي په هېچا ظلم نه کیږي او هېڅ کومه ډله له پامه نه غورځول کیږي. شرعیت د خلکو او ټولنې ترمنځ سم تعادل ټاکلی، دا چې څه شی اساسي اړتیا ده او څه شی تجملي غوښتنه ده. همدا راز يې هغه برخې چې خلک په هغې کې هېڅ ډول نظر او انتخاب نشي کولی، نه هم متحصصین نه هم د خلکو اکثریت رایې هغه برخې بدلولی شي د قرآن او سنتو له لوري ټاکل شوي د بدلون وړ نه دي او نه هم د یوې ډلې د فلسفي هوس تابع دي.
د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته!
یحی نسبت
د حزب التحریر برېتانیا مطبوعاتي دفتر رییس